IQNA

د لبنان یو متفکر وړاندیز!

د امام علی په  بې ساري فضایلو د  ټولو مسلمانانو اجماع 

13:04 - June 15, 2025
د خبر لمبر: 3491271
ایکنا- د  لبنان نامتو دیني عالم او  خطيب، شيخ احمد الدر العاملي روښانه کړه: کله چې د حضرت اميرالمؤمنين (ع) د فضيلتونو په اړه روايتونو ته مراجعه کوو، نو پوهیږو چې  ټول مسلمانان ، پرته له مبالغې، په زرګونو روايتونه د هغه بزرګوار د فضيلتونو په اړه ذکر کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د هغو کسانو د وجود د اثبات  په اړه، چې ځان ئې له حضرت علي (ع) څخه غوره بللی، حتی د يو فضيلت د ثابتولو لپاره هېڅ  اجماع نه شته. 

یکنانیوز د راپور له مخې، لبناني خطيب، اديب او د اهل بيتو (ع) شاعر  او ادیب شيخ احمد الدر العاملي، د صيدا په ښار کې زېږېدلی او خپلې حوزوي زده کړې ئې په قم کې ترسره کړې دي. هغه د منبر او خطابت لوړې مرحلې د عراق په  مقدسو ځایونو کې بشپړې کړې دي. بيا لبنان ته ستون شو او د حسيني خطابې عالي مؤسسې په تاسيس سره د شيعه معارفو او د اهل بيتو (ع) د عترت په تبليغ او دودولو بوخت دی. 

هغه د عيدالله الاکبر، يعنې د غديرد نیکمرغه لوي اختر  د شپو ورځو  په مناسبت، يو  ويډيويي پيغام کې د مخاطبانو لپاره د حضرت امام علي (ع) د فضيلتونو په اړه د اسلامي روايتونو او مناهجو په اړه خبرې کړې دي، چې د پښتو ژباړې سره ئې ليدلای شئ. 

د شيخ احمد الدر العاملي د بياناتو متن په لاندې ډول دی: 

خدای تعالی حضرت علي (ع) ته داسې فضيلتونه او ځانګړتياوې ورکړې دي، چې په بل  هیچا کې نه موندل کېږي. حتی شيعه او غير شيعه مسلمانانو د حضرت علي (ع) د فضيلتونو په بيانولو کې ډېری کتابونه ليکلي دي. 

له دغه مشهورو او پېژندل شويو ځانګړتياوو څخه، چې ټول مسلمانان پرې پوهېږي او  ورباندې اتفاق لري، يوه دا ده چې هغه د خداي په کور (کعبې) کې زېږېدلی او د نړۍ د تر ټولو غوره میرمنې، حضرت فاطمه زهرا (س)، د رسول الله (ص) د لور او ذريت سره يې واده کړی دی. 

خو له هغو ځانګړتياوو او صفاتو څخه، چې خداي تعالی يوازې حضرت علي (ع) ته مختص کړي دي، که مسلمانان پرې غور وکړي او فکر پرې وکړي، د هغوی عقل، زړه او ټول احساسات به دا درک کړي، چې له رسول الله (ص) څخه وروسته يوازې حضرت علي (ع) ته پاملرنه او توجه کول پکار دي، نه بل چا ته. 

دا ځانګړتياوې بايد په هغو کتابونو، آثارو او روايتونو کې ولټول شي، چې د رسول الله (ص) د اصحابو له خولې د حضرت علي (ع) د فضيلتونو په اړه نقل شوي دي. 

کله چې د هغه د فضيلتونو روايتونو ته مراجعه کوو، معلومېږي چې ټولو مسلمانانو، پرته له مبالغې، لسګونه، سلګونه او حتی زرګونه روايتونه د اميرالمؤمنين (ع) د فضيلتونو په اړه ذکر کړي دي. سربېره پر دې، ځينې کتابونه شته چې موږ ته نه دي رسېدلي، خو مؤلفانو او عالمانو يادونه کړې ده، چې مثلاً لسګونه زره حديثونه د حضرت علي (ع) د فضيلتونو په اړه موجود دي. خو دا زموږ بحث نه دی. زموږ لپاره د لسګونو روايتونو موجوديت کافي دی، يعنې که لږ تر لږه هغه روايتونه په پام کې ونيسو، چې د حضرت علي (ع) د فضيلتونو په اړه دي. 

ځينې ددغو روايتونو ليکوالانو په خپلو کتابونو او تصنيفاتو کې راوړي دي، ځينو ئې ورته يوه ځانګړې برخه وقف کړې ده، او ځينو حتی د حضرت علي (ع) د فضيلتونو په اړه بشپړ کتابونه ليکلي دي، لکه هغه کتابونه چې د "مناقب علي بن ابي طالب" يا "مناقب اميرالمؤمنين (ع)" په نوم دي. دا ټول د ټولو مسلمانانو له خوا منل شوي دي. په دې ټولو آثارو کې مونږ  ګورو، چې ټول په دې پوهېږي، چې دا فضيلتونه يا پهدوام سره ، يا په مشهور ډول نقل شوي، يا د ټولو دراويانو له خوا ئې سموالی تائيد شوی دی، او ټول پر دې اتفاق لري، چې د حضرت علي (ع) په اړه لسګونه فضيلتونه موجود دي. خو په مقابل کې، د هغو کسانو په اړه، چې ځان ئې  د حضرت علي (ع) څخه غوره بللی، د هغوي د اثبات لپاره حتی د يو فضيلت د ثابتولو لپاره هېڅ  اجماع او وحدت نه شته. 

دا ډېره عجيبه ده! دا مسئله د حضرت علي (ع) په اړه واقعاً حيرانوونکې ده. دا چې راويان د حضرت علي (ع) د لسګونو فضيلتونو په اړه اتفاق لري، خو لههغه پرته د بل چا لپاره حتی د يو فضيلت په اړه  هم اختلاف لري. حتی د يوې ځانګړتيا لپاره، چې له علي (ع) پرته بل چا ته منسوبه وي، اتفاق نه لري. خو د حضرت علي (ع) د لسګونو فضيلتونو موجوديت تائيدوي. 

له همدې امله مونږ  دا نتيجه اخلو، چې ټول مسلمانان، سره له دې چې په مذهبونو، فرقو، فیصلو او ګروهنو کې اختلاف لري، حتی هغه کسان، چې دوکه ئې کړې او چل يې کړی، پر دې اتفاق لري، چې حضرت علي (ع) فضيلتونه لري، او دا تائيدوي، چې د هغه پرته بل چا، چې پر علي (ع) ئې چلول کړی يا ځان يې ترې غوره بللی، حتی يو فضيلت هم نه لري، چې د ټولو له خوا ومنل شي. 

آيا دا مسئله د ډېر فکر او تدبر وړ نه ده، چې په هغه لاره او منهج کې، چې د حضرت علي (ع) د پيروۍ لپاره يې غوره کړې ده، غور وکړو؟ له همدې امله ډېر تدبر او فکر ته اړتيا ده. ان شاء الله، خداي تعالی مونږ ټول د حق لارې، يعنې د اميرالمؤمنين (ع) د ولايت لارې ته هدايت کړي. والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

https://iqna.ir/fa/news/4287827

captcha